Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 21 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


وَبَرَزُوا لِلَّهِ جَمِيعًا فَقَالَ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ ۚ قَالُوا لَوْ هَدَانَا اللَّهُ لَهَدَيْنَاكُمْ ۖ سَوَاءٌ عَلَيْنَا أَجَزِعْنَا أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِنْ مَحِيصٍ 21
ترجمه:
او دوى به ټول الله ته ظاهر شي، نو كمزوران به هغو كسانو ته ووايي چې كبر او لويي به يې كوله: بېشكه مونږ ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ څخه د الله له عذاب نه څه شى لرې كوونكي يئ؟ هغوى به ووايي: كه الله مونږ ته هدایت كړى وى (نو) مونږ به خامخا تاسو ته لار ښوونه كړې وى، پر مونږ برابر دي كه مونږ شور او فریاد وكړو، یا مونږ صبر وكړو، زمونږ لپاره هېڅ د خلاصي ځاى نشته ابراهیم ۱۴:۲۱
تفسیر:
کله چې د ژمنې په ورځ د الله لوري ته خلک له خپلو قبرونو را ووځي، کمزوري پيروان به سردارانو مشرانو ته ووايي: ای سردارانو! بېشکه موږ ستاسو پيروان وو، ستاسو د امر پيروي مو کوله او ستاسو په نهيې منع کېدلو، آيا تاسو زموږ څخه د الله له سزا څه دفع کوونکي ياست؟ سرداران مشران به ووايي: که الله موږ ته د سمې لارې توفيق راکړی وای هرومرو به مو تاسوته ښودلې وای؛ نو موږ ټول به د الله له سزا ژغورل شوي وای، خو موږ لارورکي شوو؛ نو تاسو مو لارورکي کړئ، پرموږ او تاسو برابره ده چې د سزا له زغملو کمزوري شو يا صبر وکړو، موږ لره له سزا څخه تېښته نشته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 20 راتلونکې ابراهیم • آیت 22