Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 28 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَتَ اللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ 28
ترجمه:
ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې په ناشكرۍ سره يې د الله نعمت بدل كړ او خپل قوم يې د هلاكت كور ته راكوز كړو ابراهیم ۱۴:۲۸
تفسیر:
بېشکه تا له قريشو د هغه کسانو حال وليدئ چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی کله يې چې د الله هغه انعام بدل کړ چې پر هغوی يې کړی و په حرم کې د ډاډ انعام او په هغوی کې د محمد صلی الله عليه وسلم د لېږل کېدو انعام دغه يې بدل کړل: د الله په نعمتونو په کفرکولو سره، کله يې چې هغه څه درواغ وګڼل چې هغه د خپل پالونکي لخوا ورسره راغلی و، له قومونو يې هغه کسان چې په کفر کې يې د هغوی پيروي وکړه د تباهۍ کورته ورکوز کړل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 27 راتلونکې ابراهیم • آیت 29