Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 27 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۖ وَيُضِلُّ اللَّهُ الظَّالِمِينَ ۚ وَيَفْعَلُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ 27
ترجمه:
الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې او الله ظالمان ګمراه كوي او الله چې څه وغواړي هغه كوي ابراهیم ۱۴:۲۷
تفسیر:
الله مؤمنان د توحيد په ثابته کلمه په بشپړه ايمان سره د دنيا په ژوند کې ثابتوي تردې چې مړه شي حال داچې هغوی پر ايمان وي، په برزخ کې په خپلو قبرونو کې يې د پوښتنې پرمهال او د قيامت په ورځ يې ثابتوي، پر الله د شرک او کفر له امله الله ظالمان لارورکي کوي له حق او لارښوونې څخه، او الله هغه څه کوي له لارورکۍ چې په خپل عدل د چا د لارورکۍ اراده وکړي، له لارښوونې چې په خپله پېرزوينه د چا لارښوونه وغواړي؛ نو هغه پاک ذات لره کوم اړ اېستونکی نشته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 26 راتلونکې ابراهیم • آیت 28