Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 26 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ 26
ترجمه:
او د خبیثې كلمې (چې د كفر كلمه ده) مثال د خبیثې (بدبويې) ونې دى چې د ځمكې له پاسه نه وېستل شوې وي، چې د هغې لپاره هېڅ قدر قرار نه وي ابراهیم ۱۴:۲۶
تفسیر:
د شرک د پليتې کلمې بېلګه د هغې پليتې ونې غوندې ده، چې هغه د مرغوڼې( حنظل) ونه ده، له بېخه اېستل شوې ده، هغې لره نه پرځمکه ځای پرځای پاتې کېدل شته، او نه اسمان ته پورته کېدل، مري او بادونه يې پرې کوي؛ نو د کفر د کلمې پای له منځه تلل دي، د هغې د څښتن لپاره د الله لوري هيڅ ښه عمل نه پورته کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 25 راتلونکې ابراهیم • آیت 27