Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 3 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ أُولَٰئِكَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ 3
ترجمه:
هغه كسان چې دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره ګڼي او د الله له لارې نه بندول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي، دغه كسان په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي ابراهیم ۱۴:۳
تفسیر:
هغه کسان چې د دنيا ژوند او په هغو کې ختمېدونکي نعمتونو ته لومړيتوب ورکوي پر آخرت او د هغو په تلپاتې نعمتونو، خلک د الله له لارې راګرځوي، په لار کې يې له حقه بدلون او اړول غواړي او له نېغوالي يې کوږوالی، ترڅو هيڅوک پرې ولاړ نشي، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي له حق او سمې لارې په لرې لارورکۍ کې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 2 راتلونکې ابراهیم • آیت 4