Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 4 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 4
ترجمه:
او مونږ هېڅ یو رسول نه دى لېږلى مګر د خپل قوم په ژبه، د دې لپاره چې دوى ته بیان (او وضاحت) وكړي، بیا نو الله ګمراه كوي هغه څوك چې يې وغواړي او هدایت وركوي هغه چا ته چې يې وغواړي، او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى ابراهیم ۱۴:۴
تفسیر:
موږ هيڅ رسول نه دی لېږلی مګر دا چې هغه مو د خپل قوم په ژبه ننګوونکی لېږلی، ترڅو پر هغوی د هغه څه پوهه آسانه شي چې هغه د الله لخوا ورته راوړي دي او موږ پر ايمان د هغوی د اړ اېستلو لپاره نه دی لېږلی، الله په خپل عدل لار ورکی کوي چاته چې وغواړي، چاته چې وغواړي په خپله پېرزوينه د لارښوونې توفيق ورکوي، هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نشي پرې برلاسی کېدی، په خپل مخلوق او تدبير کې حکيم دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 3 راتلونکې ابراهیم • آیت 5