Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 5 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ 5
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو معجزو سره لېږلى و چې خپل قوم له تیارو نه رڼا ته راوباسه او دوى ته د الله د ورځو یادونه وكړه، بېشكه په دې كې خامخا د هر ښه صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره نښې دي ابراهیم ۱۴:۵
تفسیر:
او بېشکه موسی مو ولېږه او پر داسې نښانو مو پياوړی کړ چې د هغه پر رېښتينولۍ دلالت کوي او دا چې هغه د خپل پالونکي لخوا لېږل شوی دی، هغه ته مو امر وکړ چې خپل قوم له کفر او ناپوهۍ څخه ايمان او پوهې ته راوباسي، امر مو ورته وکړ چې د الله هغه ورځې ور په ياد کړي چې په هغو کې يې لورېينه پرې کړې وه، په دغو ورځو کې د الله پر توحيد، لوی ځواک او پر مؤمنانو د لورېينې څرګند دلالتونه دي، دا هغه څه دي چې د الله پر پيروۍ صبرکوونکي او د هغه پر لورېينو او پېرزوينو تل شکراېستونکي ترې ګټه پورته کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 4 راتلونکې ابراهیم • آیت 6