Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 30 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 30 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


وَجَعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِهِ ۗ قُلْ تَمَتَّعُوا فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى النَّارِ 30
ترجمه:
او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، د دې لپاره چې د هغه له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته (ورته) ووایه: تاسو نفع واخلئ، پس بېشكه ستاسو بېرته ورتله (د دوزخ) اور ته دي ابراهیم ۱۴:۳۰
تفسیر:
او مشرکانو الله لره شريکان او سيالان وګرځول تر څو هغه څوک د الله له لارې لارورکی کړي چې د هغوی پيروي يې کړې وروسته تردې چې هغوی په خپله ترې لارورکي شوي دي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: خوند واخلئ له هغو نفسي غوښتنو چې پکښې ياست او په دنيا کې د هغو نفسي غوښتنو له خپرولوڅخه، ځکه د قيامت په ورځ ستاسو ورګرځېدل اور ته دي له هغه پرته بل د ورګرځېدو ځای مو نشته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 29 راتلونکې ابراهیم • آیت 31