ته زما هغو بنده ګانو ته ووایه چې ایمان يې راوړى دى چې لمونځ دې قايموي او له هغه مال نه دې چې مونږ دوى ته وركړى دى په پټه او ښكاره انفاق كوي، مخكې له دې نه چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې نه اخيستل خرڅول شته او نه دوستي ابراهیم ۱۴:۳۱ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! مؤمنانوته ووايه: ای مؤمنانو! په بشپړه توګه لمونځ اداکړئ، او له هغه څه چې الله په روزي درکړي واجب او مستحب صدقې ورکړئ په پټه د ځان ښودنې له وېرې او په ښکاره ترڅو نور ستاسو پيروي وکړي، مخکې د هغې ورځې تر راتګ چې نه راکړه ورکړه وي پکښې او نه فديه چې د الله له سزا پرې ژغورنه وشي او نه به ملګري وي چې ملګری د بل ملګري سپارښتنه وکړي.