Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 36 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ ۖ فَمَنْ تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي ۖ وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 36
ترجمه:
بېشكه دوى (بتانو) له خلقو څخه ډېر زیات (خلق) ګمراه كړي دي، نو چا چې زما پيروي وكړه، نو بېشكه هغه زما څخه دى او چا چې زما نافرماني وكړه، نو بېشكه ته ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى يې ابراهیم ۱۴:۳۶
تفسیر:
اې پالونکيه! بېشکه بتانو ډېری خلک ګمراه کړي دي داسې چې هغوی دا ګمان کړی چې د هغوی سپارښتنه به کوي، نو په فتنه کې اخته شول او له الله پرته يې ولمانځل، نو چا چې له خلکو د الله په يووالي او اطاعت کې زما پيروي وکړه؛ نو اې پالونکيه ته چې چا ته وغواړې د ګناهونو بخښونکی يې چې هغوی لره بخښنه کوې او پر هغوی مهربان يې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 35 راتلونکې ابراهیم • آیت 37