Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 37 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ 37
ترجمه:
اى زمونږه ربه! بېشكه ما واوسول خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې د فصل والا نه دى، ستا د عزتمن كور په خوا كې، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي، نو ته د ځینو خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي او ته دوى ته له مېوو ځنې روزي وركړه، د دې لپاره چې دوى شكر وباسي ابراهیم ۱۴:۳۷
تفسیر:
ای زموږ پالونکيه! بېشکه ما مې ځينې اولاد، چې هغوی زما زوی اسماعيل او د هغه زامن دي په يو ناو ( مکه) کې ستا د درانه کور په ګاونډ کې ځای پرځای کړل، چې نه پکې کښت شته او نه اوبه، زما پالونکيه د هغه په ګاونډ کې مې ځای پرځای کړل، تر څو پکښې لمونځ وکړي؛ نو ای زماپالونکيه! د خلکو زړونه داسې وګرځوه چې هغوی ته او دغه ښار ته ور وشي او هغوی ته مېوې په روزۍ ورکړه په دې هيله چې پر هغوی ستا د لورېينې له امله ستا شکر وباسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 36 راتلونکې ابراهیم • آیت 38