Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 47 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


فَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِ رُسُلَهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ 47
ترجمه:
نو ته هیڅكله هم په الله باندې له خپلو رسولانو سره د وعدې خلاف كوونكي ګمان مه كوه، بېشكه الله ډېر غالب، (او) انتقام والا دى ابراهیم ۱۴:۴۷
تفسیر:
نو هيڅکله ای رسوله دا ګمان مه کوه چې هغه الله چې له خپلو رسولانوسره يې د مرستې او د دين څرګندولو ژمنه کړې ده، پرځای کوونکی ندی د هغې ژمنې چې له خپلو رسولانو سره يې کړې ده، بېشکه الله برلاسی دی هيڅ شی نشي پرې برلاسی کېدلی او ژر به خپل دوستان پیاوړي کړي، له خپلو دښمنانو او د خپلو رسولانو له دوښمنانو سخت غچ اخېستونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 46 راتلونکې ابراهیم • آیت 48