Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 48 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 48 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


يَوْمَ تُبَدَّلُ الْأَرْضُ غَيْرَ الْأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ ۖ وَبَرَزُوا لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ 48
ترجمه:
(یاده كړه) هغه ورځ چې دغه ځمكه به په بلې ځمكې سره بدله كړى شي او اسمانونه (هم) او دوى (ټول) به خاص الله ته چې یو دى، ډېر غالب دى، مخامخ ودرېږي ابراهیم ۱۴:۴۸
تفسیر:
له کافرانو دغه غچ اخستل به په هغه ورځ ترسره کيږي چې قيامت رامنځته شي په کومه ورځ چې دغه ځمکه په بله سپينه پاکه ځمکه بدله کړل شي او اسمانونه په نورو آسمانونو بدل کړل شي، خلک له خپلو قبرونو خپل بدنونه او کړنې څرګندې کړي د هغه الله په مخکې د درېدو لپاره چې په پاچايۍ او لويۍ کې يوازې دی، برلاسی دی پر هرڅه برلاسی کيږي پرده څوک نشي برلاسی کېدلی، غالبيږي او مغلوبيږي نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 47 راتلونکې ابراهیم • آیت 49