او یقینًا یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه دوى وايي: خبره همدا ده چې ده ته یو انسان ښوونه كوي، د هغه كس ژبه چې دوى هغه ته نسبت كوي؛ عجمي ده او دا (قرآن) واضحه عربي ژبه ده النحل ۱۶:۱۰۳ ⧉
تفسیر:
او مونږ پوهیږو چې یقینا مشرکین وائې چې: یقینا محمد صلی الله علیه وسلم چې دی هغه ته قرآن کریم یو انسان ورښائي، او دوی په دې دعوه کې دروغجن دي، ځکه د هغه چا ژبه چې دوی ګومان کوي چې هغه ورته ښودنه کوي عجمي ده، او دا قرآن کریم خو نازل شوی په عربي واضحې ژبې باندې چې اوچت بلاغت لري، نو څرنګه دوی دا ګومان کوي چې یقینا دې دا قرآن کریم د یو عجمي نه اخیستلی؟!