Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 102 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 102 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِنْ رَبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُوا وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ 102
ترجمه:
ته ووایه: هغه ستا د رب له جانبه په حقه سره روح القدس (جبریل) نازل كړى دى، د دې لپاره چې هغه كسان ثابت او ټینګ كړي چې ایمان يې راوړى دى او د مسلمانانو د هدایت او زېري لپاره النحل ۱۶:۱۰۲
تفسیر:
ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: راوړی دې قرآن لره جبریل علیه السلام د الله پاک له طرفه په ریښتیا سره داسې چې هیح خطایي، تبدیل او تحریف پکې نشته، د دې لپاره چې مضبوط کړي الله تعالی هغه کسان چې ایمان يې راوړی په الله تعالی په خپل ایمان باندې کله چې نوي څه رانازل شي، او یا ترې څه شی نسخه شي، او د دې لپاره چې لارښود شي د دوی لپاره د حق طرف ته، او زیری دی د مسلمانانو لپاره په هغو عزتمندو ثوابونو چې دوی به ئې حاصلوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 101 راتلونکې النحل • آیت 103