Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 101 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 101 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَكَانَ آيَةٍ ۙ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مُفْتَرٍ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ 101
ترجمه:
او كله چې مونږ یو ایت د بل ایت په ځاى كې بدل راوړو، او الله ښه پوه دى په هغه څه چې هغه يې نازلوي، دوى وايې: خبره همدا ده چې ته دروغ تړونكى يې، بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي النحل ۱۶:۱۰۱
تفسیر:
او کله چې مونږ منسوخ کړو حکم د یو ایت د قرآن کریم د ایتونو څخه په بل ایت سره -او الله تعالی ښه پوهه دی په هغه څه چې نسخه کوي ئې د قرآن کریم نه د حکمت د وجې نه، او پوهه دی په هغه څه چې نه ئې نسخه کوي د قرآن کریم نه- وائې دوی: یقینا ته چې ئې -ای محمده- دروغ جوړوونکی ئې په الله تعالی باندې، بلکې ډیر د دوی څخه نه پوهیږي چې بیشکه دا نسخه چې ده دا د یو ستر الهي حکمت د وجې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 100 راتلونکې النحل • آیت 102