Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 110 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 110 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا فُتِنُوا ثُمَّ جَاهَدُوا وَصَبَرُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 110
ترجمه:
بیا بېشكه ستا رب د هغو كسانو لپاره چې هجرت يې كړى دى وروسته له دې چې په فتنه كې واچول شول، بیا يې جهاد كړى دى او صبر يې كړى دى، بېشكه ستا رب له دې نه پس خامخا ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى النحل ۱۶:۱۱۰
تفسیر:
بیا وروسته له دې نه ستا رب -ای پیغمبره- خامخا بخنه کوونکی او مهربانی دی په کمزورو ګڼل شویو مومنانو هغوی چې د مکې مکرمې نه یې مدینې منورې ته هجرت کړی و کله چې دوی ته مشرکینو عذاب ورکړی و او دوی یې په خپل دین کې په امتحان کړی وو تر دې چې دوی د کفر کلمه وویله او حال دا چې زړونه یې په ایمان باندې کلک وو، بیا یې د الله تعالی په لار کې جهاد وکړ د دې لپاره چې د الله تعالی د دین کلمه اوچته شي، او د کافرانو کلمه ټيته شي، او په دې لار کې یې په تکلیفونو باندې صبر هم وکړ، یقینا ستا رب وروسته د دې فتنې څخه چې دوی پرې اخته شوی وو، او د هغه عذاب څخه چې دوی ته پرې عذاب ورکړل شوی وو تر دې چې د کفر کلمه یې وویله؛ خامخا بخنه کوونکی دی دوی ته، مهربانه دی په دوی باندې، ځکه چې دوی د کفر کلمه نه وه ویلې مګر د زور د وجې نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 109 راتلونکې النحل • آیت 111