Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 111 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 111 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


يَوْمَ تَأْتِي كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَنْ نَفْسِهَا وَتُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ 111
ترجمه:
هغه ورځ چې هر كس به په داسې حال كې راځي چې د خپل نفس له طرف نه به جګړه كوي او هر نفس ته به پوره وركړى شي هغه څه چې ده كړي دي، په دې حال كې چې په دوى به ظلم ونه كړى شي النحل ۱۶:۱۱۱
تفسیر:
او یاده کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې را به شي هر یو انسان د خپل ځان باره کې به جګړه کوي، نه د بل چا لپاره د حالاتو د سختوالي او غټوالي د وجې نه، او پوره پوره به ورکړی شي هر یو نفس ته بدله د هغه کار چې دې کړي وي د خیر او شر نه، او په دوی به ظلم نشي کیدلی په کموالی د نیکیو د دوی نه، او نه په زیاتوالي د بدیو په دوی باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 110 راتلونکې النحل • آیت 112