Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 124 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 124 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَى الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ ۚ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ 124
ترجمه:
همدا خبره ده چې (ورځ د) خالي په هغو كسانو مقرره شوې ده چې په دې كې يې اختلاف كړى و او بېشكه ستا رب به خامخا د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى به په هغه كې اختلاف كاوه النحل ۱۶:۱۲۴
تفسیر:
یقینا کیښودل شوی وو تعظیم د خالي (شنبي) د ورځي په فرضي ډول سره په هغو یهودیانو چې په دې کې یې اختلاف کړی و؛ د دې لپاره چې دوی په دې کې د خپلو کارونو څخه بندګۍ ته وزګار شي وروسته له دې چې دوی بې لارې شوي و د جمعې د ورځې نه هغه چې دوی ته پکې د وزګارتیا امر شوی و، او یقینا ستا رب -ای پیغمبره- خامخا فیصله به کوي د دې اختلاف کوونکو په منځ کې د قیامت په ورځ په هغه څه کې چې دوی پکې اختلاف کاوه، نو بدله به ورکړي هر چا ته د هغه مناسب.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 123 راتلونکې النحل • آیت 125