Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 125 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 125 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ ۖ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ 125
ترجمه:
ته د خپل رب لارې ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه ستا رب (چې دى) هغه ښه پوه دى په هغه كس چې د هغه له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه پوه دى په لار موندونكو باندې النحل ۱۶:۱۲۵
تفسیر:
دعوت کوه -ای پیغمبره- د اسلام دین ته ته او هغه څوک چې ستا تابعداري یې کړې د مومنانو څخه مناسب د دعوت کوونکې د حال سره او د هغه د پوهې او غاړې کیښودلو سره او په وعظ سره چې زیری او ویره پکې وي، او جواب ورکړه دوی ته په هغې طریقې چې هغه ډیره غوره وي په اعتبار د وینا او فکر او طریقې سره، نو نشته په تا باندې هدایت د خلکو، بلکې په تا باندې رسول د دین دی، یقینا ستا رب هغه ډیر پوهه دی په هغه چا چې هغه بې لارې شوی وي د اسلام د دین نه، او هغه ډیر پوهه دی په هدایت موندونکو، نو ته خپل ځان مه مړ کوه په دوی باندې د غم او خفګان له وجې نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 124 راتلونکې النحل • آیت 126