Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 14 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 14
ترجمه:
دى همغه ذات دى چې سمندر يې مسخر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له هغه نه تازه غوښه وخورئ او له هغه نه ګاڼه (زېورات) راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او ته په ده كې بېړۍ وینې، چې اوبه څيرونكې وي او د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ النحل ۱۶:۱۴
تفسیر:
او هغه الله پاک داسې ذات دی چې تابع کړی يې دی ستاسو لپاره دریاب، نو تاسو ته يې توفیق درکړی په هغه کې د سورلئ کولو او د راویستلو د هغه څه چې په دې کې دي؛ د دې لپاره چې وخورئ تاسې د هغو ماهیانو څخه چې تاسو يې ښکار کوئ غوښه تازه او نرمه، او راوباسئ د دې نه اسباب د ښایست چې تاسو يې هم اغوندئ او ستاسې زنانه يې هم اغوندي لکه د ملغلرې، او وینې ته کښتۍ چې د دریاب چپي څیروي، او تاسې په دې کښتیو کې سپریږئ لپاره د لټولو د مهربانۍ د الله تعالی چې د سوداګرۍ د ګټې نه په لاس راځي، او امید دی چې تاسې به د الله تعالی د نعمتونو شکر ادا کړئ، او یواځې د هغه به بندګي وکړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 13 راتلونکې النحل • آیت 15