Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 13 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ 13
ترجمه:
او (مسخر كړي يې دي) هغه څه چې تاسو لپاره يې په ځمكه كې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې رنګونه يې مختلف دي، بېشكه په دوى كې یقینًا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې نصیحت قبلوي النحل ۱۶:۱۳
تفسیر:
او مسخر کړي ئې دي ستاسې لپاره هغه څه چې په ځمکه کې يې پیداکړي د هغه څه نه چې رنګونه يې مختلف دي د معدنونو او حیواناتو او نباتاتو او کښتونو څخه، یقینا په دې بیان شویو مخلوقاتو او مسخر شویو شیانو کې خامخا ښکاره دلیل دی د الله پاک په قدرت باندې د هغه قوم لپاره چې عبرت اخلي، او پدې پوهیږي چې بیشکه الله تعالی قدرت لرونکی او انعام کوونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 12 راتلونکې النحل • آیت 14