Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 12 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ وَالنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ 12
ترجمه:
او هغه مُسخَّره كړې ده تاسو لپاره شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ۔، او ستوري د هغه په حكم سره مسخر دي، بېشكه په دغو كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي النحل ۱۶:۱۲
تفسیر:
او مسخر کړی الله تعالی تاسې لره شپه د دې لپاره چې په هغې کې استراحت او ارام وکړئ، او ورځ يې درله مسخر کړې چې تاسو په دې کې هغه څه وکړئ چې تاسې پرې زندګي کوئ، او مسخر کړی يې دی ستاسې د فایدې لپاره لمر، او هغه يې د ډیرې رڼا والا ګرځولی، او سپوږمۍ يې هم او هغه ئې د لږې رڼا والا ګرځولی، او ستوري هم ټول تابع کړی شوي د هغه په امر قدري، په دې سره تاسو لار معلوموئ په تیارو د وچې او دریاب کې، او په دې سره تاسې وختونه معلوموئ او نورې فایدې پرې هم اخلئ، یقینا د دې ټولو مخلوقاتو په مسخر کولو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي د الله تعالی په قدرت باندې د هغه قوم لپاره چې د خپلو عقلونو نه کار اخلي، نو خاص دوی هغه کسان دي چې په دې حکمت باندې پوهیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 11 راتلونکې النحل • آیت 13