Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 11 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ 11
ترجمه:
هغه په دې سره تاسو لپاره فصل او زیتون او كجورې او انګور او هر قسمه مېوې زرغونوي، بېشكه په دوى كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې ښه غور فكر كوي النحل ۱۶:۱۱
تفسیر:
الله تعالی رازرغونوي تاسو لره په دې اوبو سره فصلونه هغه چې تاسو د هغه نه خوراکونه کوئ، او تاسې لره رازرغونوي په دې سره زیتون، خرما او انګور، او رازرغونوي تاسې لره ټولې میوې، یقینا په دې اوبو کې او د دې نه چې څه راپیداکیږي خامخا دلیل دی په قدرت د الله تعالی باندې د هغه قوم لپاره چې د دې په پيدایښت کې فکر کوي، نو په دې سره د هغه په عظمت او لويي باندې دلیل نیسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 10 راتلونکې النحل • آیت 12