دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، له هغو څخه مشروب دى او له هغو څخه ونې (واښه) هم دي چې په هغو كې تاسو (څاروي) څروئ النحل ۱۶:۱۰ ⧉
تفسیر:
هغه الله تعالی خاص هغه ذات دی چې رالیږلي يې دي په تاسو باندې د وریځو نه اوبه، ستاسو لپاره د دې اوبو نه څښاک دی چې تاسو يې ترې هم څښئ او ستاسې څاروي يې ترې هم څښي، او بعضي د دې نه هغه دي چې په دې سره ستاسې ونې او بوټي رازرغونیږي هغه چې تاسو پکې خپل څاروي څروئ.