Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 9 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَعَلَى اللَّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَائِرٌ ۚ وَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ 9
ترجمه:
او خاص په الله باندې د سمې لارې بیان دى او ځینې په دغو كې كږې دي او كه هغه غوښتلى (، نو) لازمًا به يې تاسو ټولو ته هدایت كړى و النحل ۱۶:۹
تفسیر:
او په الله تعالی باندې دی بیان د نیغې لارې چې د هغه رضا ته رسیدونکې ده او هغه اسلام دی، او بعضي د لارو نه هغه د شیطان لارې دي چې کږي دي د حق نه، او هره لاره بغیر د اسلام د لارې نه چې ده نو هغه کږه لاره ده، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې تاسې ټولو ته د ایمان توفیق درکړي نو خامخا به يې درکړی وی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 8 راتلونکې النحل • آیت 10