Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 27 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنْتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ ۚ قَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِينَ 27
ترجمه:
بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى رسوا كوي او وايي به: زما هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به د هغوى په باره كې مخالفتونه كول؟ وبه وايي هغه كسان چې علم ورته وركړ شوى دى: بېشكه په نن ورځ كې رسوايي او بدي په كافرانو باندې ده النحل ۱۶:۲۷
تفسیر:
بیا به د قیامت په ورځ سپک کړي دوی لره الله تعالی په عذاب سره، او وبه يې شرموي، او ورته به ووايې: څه شول شریکان زما هغه چې تاسې شریکان کول زما سره په بندګۍ کې، او تاسې به زما د پیغمبرانو او د مومنانو سره د هغوی په وجه دښمني کوله؟ وبه وايې هغه حقپرست علماء: بیشکه رسوايې او عذاب د قیامت د ورځې خامخا واقع کیدونکی دی په کافرانو باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 26 راتلونکې النحل • آیت 28