Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 28 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ ۖ فَأَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِنْ سُوءٍ ۚ بَلَىٰ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 28
ترجمه:
هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبضوي، په داسې حال كې چې دوى په خپلو ځانونو ظلم كوونكي وي، نو دوى به روغه (تسليمي) وړاندې كړي چې مونږ هېڅ بد عمل نه كاوه، ولې نه! بېشكه الله ښه پوه دى په هغو عملونو چې تاسو به كول النحل ۱۶:۲۸
تفسیر:
هغه کسان دي چې اخلي به ساګانې د هغوی ملک الموت او د هغه ملګري د ملاېکو نه او حال دا چې دوی پوښلي ځانونه خپل په ظلم سره په کفر کولو په الله تعالی باندې، نو دوی غاړه کیښوده تسلیم شول په دوی باندې د مرګ د راتللو د وجې نه، او دوی انکار وکړ، د هغه کفر او ګناهونو څخه چې دوی پکې وو؛ د دوی دا ګومان و چې ګویا کې دا انکار به دوی ته فایده ورسوي، نو دوی ته به وویل شي: تاسې دروغ وايې، بیشکه تاسې کافرانو وئ ګناهونه مو کول، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغو عملونو چې تاسې په دنیا کې کول، په هغه باندې د دې نه هیڅ شي پټ نشي پاتي کیدلی، او خامخا به درله پرې سزا درکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 27 راتلونکې النحل • آیت 29