Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 36 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُمْ مَنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلَالَةُ ۚ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ 36
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ، نو په دوى كې ځینو ته الله هدایت وكړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې ګمراهي پرې ثابته شوه، نو تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د تكذیب كوونكو انجام څنګه و؟ النحل ۱۶:۳۶
تفسیر:
او یقینا مونږ لیږلی په هر یو پخواني امت کې پیغمبر چې امر به يې کاوه خپل امت ته په دې خبره چې یواځې د الله تعالی بندګي وکړي، او د هغه نه پرته د بتانو او شیطانانو بندګي پریږدي، نو ځنې د دوی نه هغه وو چې الله تعالی ورته توفیق ورکړی و نو په پیغمبر يې ایمان راوړ، او د هغه د وحې تابعداري يې وکړه، او ځنې د دوی نه هغه و چې په الله تعالی يې کفر وکړ او د هغه د پیغمبر نافرماني يې وکړه نو د ایمان توفیق ورته ورنکړل شو، او ګمراهي پرې لازمه شوه، نو وګرځئ تاسې په ځمکه کې د دې لپاره چې په خپلو سترګو يې ووینئ چې څرنګه و اخری انجام د دروغجن ګڼوونکو کله چې په هغوی باندې عذاب او هلاکت راغی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 35 راتلونکې النحل • آیت 37