Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 37 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


إِنْ تَحْرِصْ عَلَىٰ هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ يُضِلُّ ۖ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ 37
ترجمه:
كه ته د دوى په هدایت راړولو باندې حرص وكړې، نو بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه يې ګمراه كړي او د دوى لپاره هیڅوك مددكوونكي نشته النحل ۱۶:۳۷
تفسیر:
که چیرته ته کوشش وکړې -ای پیغمبره- څومره چې ستا وسه وي د رابللو د دوی (توحید ته)، او ته حرص وکړې د دوی په هدایت باندې، او له اسبابو هم کار واخلې؛ نو یقینا الله تعالی د هدایت توفیق هغه چا ته نه ورکوي چې ګمراه يې کړي، او نشته دوی لره د الله تعالی نه پرته بل څوک چې د دوی مدد وکړي په بچ کولو د عذاب سره د دوی نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 36 راتلونکې النحل • آیت 38