Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 38 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 38 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ ۙ لَا يَبْعَثُ اللَّهُ مَنْ يَمُوتُ ۚ بَلَىٰ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ 38
ترجمه:
او دوى په (نوم د) الله باندې قسمونه كوي، خپل پاخه قسمونه، چې الله به هغه څوك بیا راژوندي نه كړي چې مري، ولې نه! (ژوندي كوي به يې، ځكه چې وعده يې كړې ده) وعده حقه په هغه لازمه او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي النحل ۱۶:۳۸
تفسیر:
او قسم کړي دي دروغجن ګڼوونکو بیرته راژوندي کولو لره داسې چې مبالغه ئې کړي په خپل قسم باندې سخت او کلک دي په دې کې چې: الله تعالی بیرته نه راژوندي کوي هغه څوک چې مړه شي، بغیر له دې نه چې دوی لره دې څه دلیل وي په دې خبره، ولی نه، خامخا به الله تعالی هغه څوک بیرته راژوندي کوي چې مړه شوي، دا وعده ده په الله تعالی باندې وعده ریښتیني، خو لیکن ډیر د خلکو څخه نه پوهیږي چې بیشکه الله تعالی مړي بیرته راژوندي کوي، نو د دې وجې نه د بیرته راژوندي کولو نه انکار کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 37 راتلونکې النحل • آیت 39