Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 52 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَلَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَهُ الدِّينُ وَاصِبًا ۚ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَتَّقُونَ 52
ترجمه:
او خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او عبادت خاص هم د ده لپاره دى، همېشه، ایا نو تاسو غير له الله نه (له بل چا نه) وېرېږئ؟ النحل ۱۶:۵۲
تفسیر:
او خاص یواځې هغه لره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي په پيدایښت او ملکیت او تدبیر سره، او خاص یواځې هغه لره تابعداري او عاجزي او اخلاص ثابت دی، نو آیا تاسې پرته له الله تعالی څخه د بل چا نه ویریږئ؟! نه، بلکې یواځې د هغه څخه وویریږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 51 راتلونکې النحل • آیت 53