او په تاسو چې څه نعمت شوى دى، نو د الله له طرفه دى، بیا چې كله تاسو ته ضرر درورسېږي، نو خاص هغه ته زاري كوئ النحل ۱۶:۵۳ ⧉
تفسیر:
او په تاسې چې څومره نعمتونه دي -ای خلکو- که دیني دي او یا دنیوي نو دا ټول یواځې د الله پاک څخه دي نه د بل چا څخه، نو بیا چې کله تاسې ته څه مصیبت او مرض او ولږه ورسیږي نو یواځې هغه ته په دعا سره عاجزي کوئ؛ د دې لپاره چې ستاسې څخه هغه مصیبت لرې کړي چې تاسې ته دررسیدلی، نو هغه څوک چې نعمتونه ورکوي او مصیبتونه لری کوي هغه ذات لره واجب دي چې یواځې یې بندګي وشي.