Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 56 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 56 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَيَجْعَلُونَ لِمَا لَا يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ ۗ تَاللَّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُونَ 56
ترجمه:
او دوى د هغه څه لپاره چې په هېڅ نه پوهېږي؛ برخه مقرروي په هغه څه كې چې مونږ دوى ته وركړي دي، قسم دى په الله چې خامخا له تاسو به هرومرو پوښتنه كېږي، د هغه څه په باره كې چې تاسو به دروغ تړل النحل ۱۶:۵۶
تفسیر:
او جوړوي دا مشرکان خپلو هغو بتانو لره چې په هیڅ هم نه پوهیږي -ځکه چې هغه جمادات دي، او هیڅ فایده او نقصان چاته نشي رسولی- یوه برخه د خپلو هغو مالونو څخه چې مونږ دوی ته ورکړي، په دې سره دوی هغو ته ځان نږدې کوي، قسم په الله تعالی خامخا به ستاسې څخه پوښتنه کیدلی شي-ای مشرکینو- د قیامت په ورځ د هغه ګمان باره کې چې تاسې کاوه چې دا بتان د بندګۍ حقدار دي، او دا چې هغوی لره ستاسې د مالونو نه برخه ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 55 راتلونکې النحل • آیت 57