Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 57 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 57 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ ۙ وَلَهُمْ مَا يَشْتَهُونَ 57
ترجمه:
او دوى د الله لپاره لوڼه مقرروي، هغه پاك دى، او د دوى لپاره دي هغه څه چې دوى يې خوښوي النحل ۱۶:۵۷
تفسیر:
او نسبت کوي دا مشرکین الله تعالی ته د لورګانو، او دوی دا عقیده لري چې دا ملاېکې دي، نو هغه ته د اولاد نسبت کوي، او داسې څه ورله اختیاروي چې د خپلو ځانونو لپاره يې نه خوښوي، پاک دی الله تعالی د هغه څه نه چې دوی ئې ورله مقرروي د دې بچو نه، او د ځان لپاره هغه څه مقرروي چې د دوی نفسونه يې غواړي د نارینو بچو نه، نو کومه یوه ګناه ډیر لویه ده د دې څخه؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 56 راتلونکې النحل • آیت 58