Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 70 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 70 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ ۚ وَمِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلَىٰ أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لَا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ 70
ترجمه:
او الله تاسو پیداكړي یئ، بیا به هغه تاسو وفات كوي او په تاسو كې ځینې هغه دي چې ډېر خوار ژوندون ته ورګرځولى شي، د دې لپاره چې له علم نه بعد په هېڅ شي پوه نشي، بېشكه الله ښه عالم، ښه قادر دى النحل ۱۶:۷۰
تفسیر:
او الله تعالی تاسې پیدا کړي یاست پغیر د مخکني مثال نه، بیا به تاسې مړه کوي کله چې ستاسې د ژوند مقرره نیټه پوره شي، او ځنې ستاسې نه هغه دي چې د هغه عمر د ژوند ډیرې بدې مرحلې ته ورسیږي چې هغه بوډاوالی دی، نو هیڅ نه پوهیږي په هغه څه چې دا پرې مخکې پوهیده، بیشکه الله تعالی پوهه دی هیڅ شی پرې د خپلو بندګانو د عملونو څخه پټ نشي پاتي کیدلی، قدرت لرونکی ذات دی هیڅ شي یې نشي عاجز کولی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 69 راتلونکې النحل • آیت 71