Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 71 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 71 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ ۚ فَمَا الَّذِينَ فُضِّلُوا بِرَادِّي رِزْقِهِمْ عَلَىٰ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَاءٌ ۚ أَفَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ 71
ترجمه:
او الله ستاسو ځینې په ځینو نورو باندې په رزق كې غوره كړي دي، نو هغه كسان چې غوره كړى شوي دي هغوى خپل رزق لره ورګرځوونكي نه دي په هغو كسانو باندې چې دوى يې مالكان شوي دي، نو دوى په ده كې برابر دي؟ ایا نو د الله په نعمت سره دوى انكار كوي النحل ۱۶:۷۱
تفسیر:
او الله پاک بعضې ستاسې نه په بعضو نورو غوره کړي دي د هغه رزق له وجې نه چې تاسې ته يې درکړی، نو په تاسې کې يې غریب او مالدار پیدا کړي، او مشر (واکدار) او کشر يې پیدا کړی، نو ندي هغه کسان چې الله تعالی د رزق په وجه غوره کړي؛ ورګرځوونکي د هغه رزق چې دوی ته الله تعالی ورکړی خپلو غلامانو ته داسې چې دوی پکې یوشان شریک شي د دوی سره په بادشاهۍ کې، نو څرنګه دوی خوښوي الله تعالی لره شریکان د هغه د غلامانو (بندګانو) نه، او دوی د ځان لپاره دا نه خوښوي چې د دوی غلامان دې د دوی سره یو شان شریک شي؟ نو دا څومره ظلم دی، او د دې څخه به کوم لوی انکار وي د الله تعالی د نعمتونو نه؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 70 راتلونکې النحل • آیت 72