او الله تاسو لپاره ستاسو له جنسه جوړې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې ستاسو له جوړو نه زامن او لمسي پیدا كړي دي او تاسو ته يې د پاكیزه څیزونو څخه روزي دركړې ده، ایا نو په باطل باندې دوى ایمان راوړي او د الله په نعمت سره دوى كفر كوي النحل ۱۶:۷۲ ⧉
تفسیر:
او الله تعالی پیداکړي تاسې لره -ای خلکو- ستاسو د جنس نه بیبیاني چې تاسې مطمئن کیږئ او خوشحالیږئ په هغوی سره، او ستاسې لپاره يې ستاسې د بیبیانو نه بچي او لمسي پیداکړي، او تاسې لره يې رزق درکړی د خوراکي شیانو نه -لکه غوښه او دانې او میوې- پاکې د هغو نه، نو آیا دا خلک په باطلو شیانو د بوتانو څخه ایمان راوړي، او د الله تعالی په هغو ډیرو نعمتونو چې دوی يې شمیرلی هم نشي ناشکري کوي او د الله تعالی شکر نه ادا کوي داسې چې یوازې په هغه ایمان راوړي؟!.