او الله تاسو د خپلو میندو له خیټو نه راووېستئ، په داسې حال كې چې په هېڅ شي نه پوهېدلئ او تاسو ته يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ النحل ۱۶:۷۸ ⧉
تفسیر:
او الله تعالی تاسې راویستلي یاست -ای خلکو- ستاسې د میندو د خیټو نه وروسته د ختمیدلو د مودې د حمل نه ماشومان چې په هیڅ هم نه پوهیدلئ، او تاسې لره يې غوږونه پیدا کړي چې شیان پرې واورئ، او سترګي د دې لپاره چې شیان پرې ووینئ، او زړونه يې درله پیداکړي د دې لپاره چې پوهه پرې حاصله کړئ؛ امید دی چې تاسې به د هغه شکر ادا کړې د هغو نعمتونو په وجه چې په تاسې يې کړي دي.