Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 79 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 79 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا اللَّهُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 79
ترجمه:
ایا دوى مرغانو ته نه دي كتلي چې د اسمان په فضا كې مسخر كړى شوي دي، دوى لره نه ساتي (له غورځېدلو نه) مګر الله، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې ایمان راوړي النحل ۱۶:۷۹
تفسیر:
آیا دا مشرکان نه ګوري مرغانو ته چې تابع کړی شوي او تیار کړی شوي د الوتلو لپاره په هوا کې د هغو وزرونو او نرمې هوا په وجه چې الله تعالی دوی ته ورکړي، او الله تعالی دوی ته ښودنه کړې د راټولولو د خپلو وزرونو او د هغې د غوړولو، نه ټینګوي دوی لره په هوا کې د راغورځيدلو نه مګر یواځې الله تعالی قادر ذات، یقینا خامخا په دې تابع کیدلو او راټینګولو کې د راغورځیدلو نه دلیلونه دي د عبرت د هغه قوم لپاره چې په الله تعالی ایمان لري؛ ځکه چې هم دوی هغه کسان دي چې په دلیلونو او عبرتونو فایده اخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 78 راتلونکې النحل • آیت 80