او الله تاسو لپاره ستاسو له كورونو نه د استوګنې ځایونه جوړ كړي دي او تاسو لپاره يې د څارویو له څرمنو نه كورونه جوړ كړي دي چې تاسو يې د خپل سفر په ورځ سپك مومئ او د اقامت په ورځ هم او د هغو له وړیو او د هغو له وېښتانو او د هغو له وژغنو نه يې اسبابونه او تر یو وخته پورې د نفعې سامانونه (جوړ كړي دي) النحل ۱۶:۸۰ ⧉
تفسیر:
او الله پاک ګرځولي تاسې لره ستاسې د کورونو نه هغه چې تاسې يې جوړوئ د ګټو (تیږو) او نورو شیانو نه ځای د ارامتیا او راحت، او جوړ کړي یې دي تاسې لره د څرمنو د اوښانو او غواګانو او ګډو نه خیمې او چترونه په صحراګانو کې لکه د ښار د کورونو په شان، سپک دي تاسې ته بارول د هغې ستاسې په سفرونو کې بل ځای ته، او اسان دي لږول د هغې ستاسې د پړاو اچولو (تم کیدلو په) وخت کې، او جوړکړي يې دي تاسې لره د ګډو د وړیو نه، او د اوښانو د پشمونو نه، او د بیزو د ویښتانو نه سامان ستاسې د کورونو لپاره او جامې او د ځان د پټولو شیان چې تاسې پرې فایدې اخلئ تر مقررې نیټې پورې.