هغه كسان چې كفر يې كړى دى او د الله له لارې نه يې بندول كړي دي، مونږ به هغوى ته عذاب د عذاب له پاسه ورزیات كړو، په سبب د هغه چې دوى به فساد كاوه النحل ۱۶:۸۸ ⧉
تفسیر:
هغه کسان چې کفر يې کړی په الله تعالی باندې، او اړولي يې دي نور خلک د الله تعالی د لارې نه زیاتوو مونږ دوی لره عذاب -د دوی د فساد کولو او د فساد خورولو په وجه په ګمراه کولو سره بل چا لره- په هغه عذاب دپاسه چې دوی يې مستحق ګرځیدلي وو د دوی د کفر له وجې نه.