او په هغې ورځې كې چې مونږ به په هر امت كې یو ګواه راپورته كړو د دوى په خلاف د همدوى له نفسونو نه او مونږ به تا په دوى باندې ګواه راولو او مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې د هر شي لپاره واضحه بیان دى او هدایت او رحمت او زېرى دى د مسلمانانو لپاره النحل ۱۶:۸۹ ⧉
تفسیر:
او یاده کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې راپورته به کړو مونږ په هر یو امت کې پیغمبر چې ګواهي به ورکوي پر دوی باندې د هغه کفر او یا ایمان چې دوی پکې وو، دا پیغمبر د دوی د جنس نه دی، او د دوی په ژبه خبرې کوي، او رابه ولو مونږ تالره -ای پیغمبره- ګواهي کوونکی په ټولو امتونو، او مونږ نازل کړی په تا باندې قرآن لپاره د بیان د هر هغه شي چې ضرورت لري بیان ته د حلالو او حرامو او د ثواب او سزا او نورو نه، او مونږ نازل کړی دې لره لپاره د ښودنې کولو د خلکو حق طرف ته، او رحمت دی د هغه چا لپاره چې ایمان يې پرې راوړی او عمل يې په هغه څه کړی چې په دې کې دي، او زیرې دی د ایمان راوړونکو لپاره په الله تعالی باندې په هغو همیشنیو نعمتونو چې دوی يې انتظار کوي.