Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 90 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 90 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ 90
ترجمه:
بېشكه الله د انصاف كولو او احسان كولو او خپلوانو ته د وركړې حكم كوي او له فحاشۍ او بدو كارونو او سركشۍ نه منع كوي، هغه تاسو ته نصیحت كوي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت قبول كړئ النحل ۱۶:۹۰
تفسیر:
یقینا الله تعالی امر کوي خپلو بندګانو ته په انصاف کولو سره داسې چې بنده د الله تعالی حقوق اداکړي او د الله د بندګانو حقوق هم ادا کړي، او په فیصلې کولو کې دې یو کس په بل کس باندې نه غوره کوي مګر په داسې یو حق سره چې ددې غوره والي مستحق ګرځي، او امر کوي په احسان کولو سره داسې چې احسان دې وکړي یوه بنده په هغه څه چې دې لره نه لازموي لکه نفلي صدقه ورکول او د ظالم نه مخ اړول، او امر کوي په ورکړي سره خپلوانو ته څه شي ته چې حاجت لري، او منع کوي د هر هغه شي نه چې بد وي، ویل د هغه لکه بده وینا، او یا بد وي کول د هغه لکه زنا، او منع کوي د هغه څه نه چې شرع يې بد ګڼي، او هغه ټول ګناهونه دي، او منع کوي د ظلم او تکبر کولو نه په خلکو باندې، پند درکوي الله تعالی تاسې ته په هغه څه چې تاسې ته يې پرې امر کړی، او په هغه څه چې تاسې يې ترې بند کړي یاست په دې ایت کې امید دی چې تاسې به عبرت واخلئ په هغه څه چې تاسې ته يې پرې پند درکړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 89 راتلونکې النحل • آیت 91