او تاسو د الله وعده پوره كړئ كله چې تاسو وعده وكړئ او خپل قسمونه د هغو له پخولو نه بعد مه ماتوئ، حال دا چې تاسو الله په خپلو ځانونو كفیل (ضامن) ګرځولى دى، بېشكه الله پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې كوئ النحل ۱۶:۹۱ ⧉
تفسیر:
او پوره والی کوئ په ټولو هغو لوظونو چې تاسې د الله تعالی سره کړی دي او یا مو د خلکو سره کړي دي، او مه ماتوئ قسمونه وروسته د پوخوالي د هغې نه په الله تعالی باندې په قسم خوړلو سره، او یقینا ګرځولی تاسې الله تعالی ګواهي کوونکی په تاسې باندې په پوره کولو د هغو لوظونو سره چې تاسې پرې قسمونه خوړلي، بیشکه الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې تاسې ئې کوئ، هیڅ شي په هغه باندې د دغو لوظونو نه پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکوي.