Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 94 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 94 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَتَّخِذُوا أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا السُّوءَ بِمَا صَدَدْتُمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 94
ترجمه:
او تاسو خپل قسمونه په خپل مینځ كې د ټګۍ ذریعه مه جوړوئ، نو (ګنې) قدم به د هغه له ټېنګېدلو نه پس وښويېږي او تاسو به بدي وڅكئ، په سبب د هغه چې تاسو د الله له لارې نه بندول كړي دي او تاسو لپاره ډېر لوى عذاب دى النحل ۱۶:۹۴
تفسیر:
او تاسې مه ګرځوئ قسمونه خپل سبب د دوکې چې یو بل ته پرې دوکه ورکوئ، په دې سره تاسې د خپل خواهش تابعداري کوئ، نو ماتوئ دې قسمونو لره کله چې ئې وغواړئ، او پوره کوئ دې قسمونو لره کله چې ئې وغواړئ، نو که چیرته تاسې دا کار وکړئ نو ستاسې قدمونه به د سمې لارې نه وښوییږي وروسته د دې نه چې هغه په دې باندې کلک وو، او وبه څکئ عذاب په سبب د اوړیدلو ستاسې د الله تعالی د لارې نه، او په سبب د اړولو ستاسو نورو خلکو لره د دې لارې نه، او ستاسې لپاره به څو چنده عذاب دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 93 راتلونکې النحل • آیت 95