او كه چېرې الله غوښتلى (نو) خامخا تاسو به يې یو امت ګرځولي وى او لېكن هغه ګمراه كوي څوك چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او خامخا ضرور به له تاسو نه تپوس كېږي د هغو عملونو په باره كې چې تاسو به كول النحل ۱۶:۹۳ ⧉
تفسیر:
او که الله تعالی غوښتلی وی نو ګرځولي به يې وئ تاسې یو امت په حق باندې متفق، خو لیکن الله پاک ګمراه کوي چا لره چې وغواړي په بې لارې کولو د هغه د حق نه او د وفا کولو نه په لوظونو باندې په خپل عدل سره، او توفیق ورکوي چا لره چې وغواړي په خپل فضل او مهربانۍ سره دې کار ته، او خامخا پوښتنه به کیدلی شي ستاسې نه د قیامت په ورځ د هغه څه باره کې چې تاسې کول په دنیا کې.