Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 96 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 96 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


مَا عِنْدَكُمْ يَنْفَدُ ۖ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ بَاقٍ ۗ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُوا أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 96
ترجمه:
هغه څه چې له تاسو سره دي هغه ختمېږي او څه چې له الله سره دي هغه باقي دي او خامخا ضرور به مونږ هغو كسانو ته په عوض كې د هغوى اجر وركړو چې صبر يې كړى دى د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول النحل ۱۶:۹۶
تفسیر:
هغه مالونه او خوندونه او نعمتونه چې ستاسې سره دي -ای خلکو- هغه ختمیدونکي دي او اګر که ډیر هم وي، او هغه بدلې چې د الله تعالی سره دي هغه پاتي کیدونکي دي، نو څرنګه تاسې دا ختمیدونکي نعمتونه په پاتي کیدونکو باندې غوره کوئ؟ او خامخا به مونږ بدله ورکوو هغه کسانو ته چې صبر يې کړی دی په خپلو لوظونو باندې او مات کړي يې نه دي ثوابونه د هغوی په ډیر ښایسته شکل د هغو نیکیو چې دوی کولی، نو مونږ به بدله ورکړو دوی ته د یوې نیکۍ د هغه په شان په لسو، تر اوه سوه چندونو پورې، تر ډیرو چندونو پورې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 95 راتلونکې النحل • آیت 97