چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول النحل ۱۶:۹۷ ⧉
تفسیر:
چاچې وکړ نیک عمل د شرعې موافق که نارینه وي او که زنانه، او حال دا چې دا ایمان لري په الله تعالی باندې؛ خامخا ژوند به ورکړو مونږ دې لره په دنیا کې ژوند ښایسته په رضایت سره د الله تعالی په تقدیر او په قناعت سره او په توفیق ورکولو سره نیکیو ته، او خامخا بدلې به ورکړو مونږ دوی ته ثوابونه د دوی په اخرت کې په ښایسته بڼه د هغو عملونو چې دوی په دنیا کې کول د نیکو کارونو څخه.