Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 33 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 33 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ۗ وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ ۖ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا 33
ترجمه:
او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره او څوك چې ووژل شي، په دې حال كې چې مظلوم وي، نو یقینًا مونږ د هغه ولي (وارث) ته پوره غلبه وركړې ده، نو هغه دې په وژلو كې اسراف نه كوي، بېشكه دغه (وارث) مدد كړى شوى دى الإسراء ۱۷:۳۳
تفسیر:
او مه وژنئ تاسې هغه نفس چې الله تعالی یې وینه بچ ساتلی په ایمان او سلامتیا سره مګر که مرګ یې روا شي په ردت سره (د اسلام نه په اوښتلو)، او یا په زنا کولو سره وروسته د واده نه، او یا په قصاص سره (چې یو څوک یې وژلی وي نو دا به د هغه په بدل کې وژل کیږي)، او څوک چې مظلوم ووژل شو پرته له داسې یو سبب نه چې د دې مرګ روا کوي نو یقینا مونږ ګرځولی هغه چا لره چې د دې متولي وي د وارثانو څخه اختیار او غلبه په دې قاتل باندې، نو ده لره روا ده چې د دې قاتل د وژلو مطالبه وکړي د قصاص په ډول، او ده لره د بخښني حق هم شته پغیر د مقابل نه، او دا حق ورله هم شته چې هم دیت واخلي او هم بخښنه وکړي، نو نه به اوړي د هغې اندازې نه چې الله تعالی ده لره روا کړې په غوڅولو د اندامونو د دې قاتل، او یا په وژلو د قاتل پغیر له هغې طریقې نه چې دې پرې هغه کس وژلی، او یا د قاتل په ځای بل څوک وژل، یقینا دا وارث د مړي چې دی د ده مرسته او مدد کړی شوی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 32 راتلونکې الإسراء • آیت 34